رویټرز خبري آژانس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ خپل ځانګړي استازي پاکستان ته لېږي. جرد کوشنر او سټیو ویټکاف له عباس عراقچي سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي.
سي ان ان شبکې هم ویلي چې دا خبرې د ایران د اټومي مذاکراتو د پرمختګ لپاره د هڅو یوه برخه ده. د دې مذاکراتو د پرمختګ په صورت کې شونې ده چې دیپلوماتیکې اړیکې لوړو پړاوونو ته ورسیږي.
اوس مهال د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په دې ناسته کې د ګډون پروګرام نه لري. خو امریکایي چارواکو ویلي چې د مذاکراتو د بریا په صورت کې به هغه هم پاکستان ته سفر وکړي.
#ټرمپ #امریکا #ایران #اټومي\_مذاکرات #پاکستان
🌐