د افغان جهادي مشرانو څخه عبدرب رسول سیاف د محمد محقق وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې د ډیورنډ کرښې د موضوع مطرح کول ملي یووالي ته جدي زیان رسوي.
هغه په ټولنیزو شبکو کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې افغانستان اوس تر بل هر وخت ډیر پیوستون ته اړتیا لري. د هغه په باور، جنجالي بحثونو ته لمن وهل د هیواد د قومونو ترمنځ د واټن رامنځته کیدو لامل کیږي.
ښاغلي سیاف زیاته کړې چې د فرضي سرحدونو مسلې ته رسیدګي باید هغه وخت ته وځنډول شي چې هیواد بشپړ عادي حالت ته راوګرځي. تر دې وړاندې محمد محقق د ډیورنډ کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه په رسمیت پیژندلې وه.
🌐 #ډیورنډ\_کرښه #ملي\_یووالی #سیاف