د یورو حوزې د ۲۱ هېوادونو مشرانو پابلو هرناندز دکوس د اروپا د مرکزي بانک د نوي مشر په توګه وټاکه. ټاکل شوې ده چې هغه د روان کال د سلواغې په میاشت کې د کریستین لاګارد ځایناستی شي.دکوس د هسپانیې د مرکزي بانک پخوانی مشر دی او اوس د نړیوالو تصفیو په بانک کې کار کوي. شنونکي وايي هغه د اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره د ټیټو سود نرخونو پلوی دی.دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په یورو حوزه کې انفلاسیون لوړ شوی دی. اروپايي مشرانو د مرکزي بانک د اجرایوي پلاوي لپاره دوه نوي غړي هم وټاکل.#اروپا #د_اروپا_مرکزي_بانک #اقتصاد #نړۍ

🌐

Author