سخت طوفان د امریکا د ختیځو ایالتونو پراخې سیمې وځپلې او د ۶۰۰ زرو څخه د زیاتو کورونو او کاروبارونو برېښنا یې پرې کړه. تېزو بادونو ونې او د برېښنا پایې راوغورځولې.له شمالي کارولینا تر نیوجرسي پورې په ساحلي ښارونو کې سېلابونو سړکونه ډوب کړل. په نیوجرسي او د نیویارک په ځینو برخو کې بیړنی حالت اعلان شو.دې طوفان سلګونه الوتنې لغوه او زرګونه نورې یې وځنډولې، او په مرکزي ایالتونو کې درنې واورې وشوې. په میسوري کې د واورې د دروندوالي له امله د یخ پر سر د لوبو د یوه تالار د چت یوه برخه ونړېده.#امریکا #طوفان #سېلابونه #هوا_پوهنه

🌐

Author