د ښځو د حقونو فعالانو، سیاسي څېرو او د مدني ټولنې استازو په مادرید کې په دوو جلا غونډو کې ګډون وکړ. په دې ناستو کې د سولې او عدالت په برخه کې د ښځو پر رول او د بهرنیو او کورنیو بهیرونو پر همکارۍ خبرې وشوې.لومړۍ غونډه د افغان ښځو، ډیپلوماټانو او د ملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون جوړه شوه او د لاسلیکونو راټولولو کمپاین پکې مطرح شو. دوهمه غونډه د بېلابېلو قومونو او سیاسي لورو ترمنځ د باور او پیوستون د پیاوړتیا لپاره وشوه.ګډونوالو دا ناستې د ملي یووالي او د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره هیله بښونکی ګام وباله. هغوی ټینګار وکړ چې د نظر له اختلاف سره سره په ګډو موخو کار کېدای شي.#مادرید #افغان_ښځې #یووالی #افغانستان

🌐

Author