د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شکرګزارۍ د ورځې په پیغام کې پر دموکراتانو او کډوالو توندې نیوکې وکړې. هغه په ټروت سوشل کې ادعا وکړه چې ځینې غواړي امریکا د افراطي کیڼ لوري پر لور بوځي.ټرمپ له کوم سند وړاندې کولو پرته د کډوالو لوی شمېر او سومالیايي الاصله کسان بېکاره یا مجرم وبلل. هغه همداراز په سپینه ماڼۍ کې د ودانیزو طرحو دفاع وکړه او نیوکې یې رد کړې.دا پیغام په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له ماتې څو اونۍ وروسته خپور شو. ټرمپ د شکرګزارۍ ورځ په فلوریډا کې په خپل ګلف کلب کې تېره کړه.#امریکا #ټرمپ #کډوال #د_شکرګزارۍ_ورځ

🌐

Author