د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې رباب فاطمې سره وکتل. دواړو لورو د دوحې د څلورمې غونډې د موخو، پروګرامونو او د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازې د راتلونکې غونډې په اړه معلومات ورکړل او د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نظرونه یې وغوښتل. د سوداګرۍ وزیر په اقتصادي برخو کې د همکارۍ چمتووالی وښود.د دوحې غونډې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان د وضعیت د ارزونې او نړیوال تعامل لپاره جوړېږي. قطر تر دې مخکې د څلورمې غونډې د جوړولو خبر ورکړی و.#دوحه #طالبان #ملګري_ملتونه #افغانستان

🌐

Author