د ماشومانو د ملاتړ یوې ادارې خبرداری ورکړی چې وسله والې شخړې، اقتصادي ستونزې، اقلیمي بدلونونه او د مرستو کمښت د وخت نه مخکې ودونه زیات کړي دي.د راپور له مخې، د ماشومانو د ودونو د کمولو نړیوال بهیر ورو شوی او تر ۲۰۳۰ کال پورې د دې ستونزې د پای ته رسېدو هدف له ګواښ سره مخ دی.په افغانستان کې هم بېوزلي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز د کم عمره ودونو خطر زیات کړی دی.#ماشومان #زده_کړه #افغانستان #بشري_حقوق🌐

Author