ملګرو ملتونو د ماشومانو د جبري او وخت نه مخکې ودونو د له منځه وړلو لومړۍ نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې کلنی شاوخوا ۱۲ میلیونه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي.دې ادارې د روغتیايي، رواني او تعلیمي زیانونو خبرداری ورکړ او له هېوادونو یې وغوښتل چې قوي قوانین جوړ کړي او واده شویو نجونو ته د ښوونځي زمینه برابره کړي.په افغانستان کې هم د نجونو پر زده کړو بندیزونه او اقتصادي محدودیتونه د وخت نه مخکې ودونو لامل ګرځي.#ملګري_ملتونه #بشري_حقوق #افغانستان #نجونې🌐
ملګري ملتونه: په نړۍ کې هر درې ثانیې وروسته یوه نجلۍ کم عمره واده کوي