د «۱۶ ورځې، ۱۶ غږونه» کارزار په څلورمه ورځ سميه اماني، د عدالت غوښتونکو ښځو د غورځنګ غړې، وايي چې دا کارزار د نومبر له ۲۵مې د تاوتریخوالي او تبعیض سره د مخ ښځو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې، د دادخواهۍ او همبستګۍ لپاره پيل شوی دی. د هغې په خبره، په دې ۱۶ ورځني مسیر کې هره ورځ د زیان‌لیدلو ښځو د غږ یو روایت منعکس کېږي، څو محرومیت د عدالت غوښتنې ته واوړي.

آغلې اماني ټینګار کوي چې هیڅ غږ باید په چوپتیا او ناعدالتۍ کې ښخ نه شي. هغه وايي چې هدف روښانه دی: د ښځو د بشري حقونو دفاع او د داسې سبا جوړول چې پکې کرامت او ازادي د تاوتریخوالي ځای ونیسي.

Author