د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکي بنسټ یا نی په جلاوطنۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په هېواد کې د بیان ازادي په بشپړه توګه له منځه تللې ده. دې بنسټ ټینګار کړی چې کورنۍ رسنۍ د طالبانو حکومت د تبلیغاتو پر وسیله بدلې شوې دي.
د نی د اعلامیې له مخې د رسنیو کارکوونکي له مجبوریته د طالبانو حکومت کړنې توجیه کوي او ریښتیني خبرونه په جعلي خبرونو بدل شوي دي. خبریالان په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو د ځپلو د خبرونو د پوښښ اجازه نه لري او یوازې د چارواکو لیدنې خپروي.
په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو حکومت له راتګ وروسته پر رسنیو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. راپورونه ښيي چې لسګونه خبریالان زنداني شوي او د رسنیو ملاتړي بنسټونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې دې ناوړه وضعیت ته جدي پام وکړي.
#د\_بیان\_ازادي #افغانستان #خبریالان #د\_بشر\_حقوق
🌐