د بشري حقونو د فعالانو اتحاد د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کونړ ولایت په اسعداباد ښار کې خونړۍ چاودنه غندلې او د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

دغه بنسټ ویلي چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې په هېواد کې د استوګنې سیمې د چاودېدونکو توکو او وسلو په زېرمتونونو بدلې شوې دي. د دوی په وینا، د دغه وضعیت لومړني او مستقیم قربانیان بې‌دفاع ولسي وګړي او ماشومان دي.

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد زیاته کړې چې په استوګنیزو سیمو کې د وسلو شتون، بې‌قانوني او پوځي کېدل د افغانانو د سر خوندیتوب او د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

یاد بنسټ له ملګرو ملتونو، یوناما او نړیوالو ټولنو غوښتي چې په افغانستان کې د وسلو د دغو زېرمو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه‌شي او عملي ګامونه پورته کړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ماشومانو او ملکي وګړو د ژوند ساتنه باید د نړیوالو بنسټونو په لومړیتوبونو کې راشي او د سیاسي مصلحتونو قرباني نه‌شي.

تر اوسه په کونړ کې د طالبانو حکومتي مسوولینو د بشري حقونو د دغه بنسټ د اعلامیې او د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه‌دي ویلي.

سرچینه: د بشري حقونو د فعالانو اتحاد

🌐

Author