بنون سیوان، قبرسي دیپلومات او د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانی ځانګړی استازی، د دوشنبې په ورځ د ۸۸ کلونو په عمر ومړ. هغه د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په دیپلوماتیکو هڅو کې کلیدي رول لوبولی و.

د هغه مړینه د سایپرس میل ورځپاڼې او د ارمنستان د خیریه ټولنې لخوا تایید شوه. سیوان چې په ۱۹۶۵ کال کې د ملګرو ملتونو له سکرتریت سره یوځای شوی و، په دغه سازمان کې یې اوږده او مهمه دنده ترسره کړې او په بېلابېلو څوکیو یې کار کړی دی. هغه په پیچلو نړیوالو مسلو کې د خپل کار له امله پیژندل شوی و.

په ۱۹۸۸ کال کې، سیوان د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي د لوړپوړي سیاسي سلاکار په توګه وټاکل شو. یو کال وروسته، په ۱۹۸۹ کې، هغه د افغانستان او پاکستان لپاره د سرمنشي شخصي استازی شو، چې د جنیوا تړونونو د پلي کولو د څارنې دنده ورته وسپارل شوه.

د هغه په ماموریت کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو څارنه، د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو اسانتیا او د کورنۍ جګړې لپاره د سیاسي حل هڅول شامل وو. وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو د څارونکي ماموریت پای ته ورسېد، هغه په افغانستان او پاکستان کې د سرمنشي د نوي جوړ شوي دفتر (OSGAP) مشري په غاړه واخیسته.

په ۱۹۹۱ کال کې سیوان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او اقتصادي مرستو د پروګرامونو د همغږۍ مسوولیت هم پر غاړه واخیست. هغه په ۱۹۹۲ کال کې د سیاسي چارو لپاره د سرمنشي مرستیال په توګه ترفیع وکړه.

هغه وروسته له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۳ پورې په عراق کې د ملګرو ملتونو د "تیلو په بدل کې خواړه" جنجالي پروګرام د مدیریت له امله شهرت وموند، دا پروګرام د فساد په تورونو ککړ و. سیوان په ۲۰۰۳ کال کې په بغداد کې د کانال هوټل له مرګونې چاودنې ژوندی پاتې شو، چې د ملګرو ملتونو ۲۲ کارکوونکي یې ووژل.

سرچینه: سایپرس میل ورځپاڼه

🌐

Author