ناسا اعلان کړی چې د “کرو-۱۱” ماموریت څلور فضانوردان به له ټاکلي وخت مخکې له نړیوال فضايي سټیشن څخه ځمکې ته راوګرځوي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د یوې عملې روغتیایي وضعیت خراب شو او په فضا کې یې بشپړه درملنه ممکنه نه وه .
که څه هم ناسا ټینګار کړی چې دا بیړنی حالت نه دی، خو د لا دقیقو طبي معایناتو لپاره یې بېرته راتګ اړین بللی دی. دغو فضانوردانو چې د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې فضا ته سفر کړی و، خپل د ماموریت نږدې ټول اهداف بشپړ کړي دي .
دا لومړی ځل دی چې یو بشپړ ټیم د روغتیایي ستونزو له امله له فضايي سټیشن څخه ایستل کېږي. ناسا د ناروغ فضانورد نوم یا د ناروغۍ ډول د محرمیت ساتلو په موخه نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی .

ناسا #فضا #ساینس #تکنالوژي #اسپیسایکس #فضانورد #فضاييسټیشن #علميخبرونه #طب #فضاييماموریت

Author