د سویس د کډوالۍ ادارې تایید کړه چې دوه اونۍ وړاندې یې یو افغان کډوال چې په جرم تورن و، افغانستان ته شړلی دی. که څه هم د دغه کس هویت پټ ساتل شوی، خو چارواکي وایي چې دا ګام د هغه د بند د مودې تر بشپړېدو وروسته اخیستل شوی دی.

دا په روان کال کې دویم ځل دی چې سویس مجرم افغانان خپل هېواد ته ستنوي. تر دې وړاندې طالبانو د یو بل افغان له منلو ډډه کړې وه او هغه بېرته له کابله زوریخ ته ګرځول شوی و. سویس اوس د مجرمینو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل پیل کړی دی.

د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې شپږ مجرم افغانان له سویس څخه ایستل شوي دي. سویسي چارواکي وایي چې شاوخوا ۲۰ نور افغانان هم د ایستلو په لېست کې دي او د هغوی د ستنولو لپاره پلانونه تر لاس لاندې دي.

#سویس #افغان_کډوال #کابل #طالبان #اخراج #مهاجرت #اروپا #خبرونه #افغانستان

Author