د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، ندا محمد ندیم په کندهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په پوهنتونونو کې د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو نیوکه وکړه. هغه ټیلیفون د “دښمن وسیله” وبلله او له محصلینو او استادانو یې وغوښتل چې کارول یې محدود کړي.
ندیم په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د ټیلیفونونو بې ځایه کارول د ځوانانو وخت ضایع کوي او هغوی له خپلو اصلي زده کړو لرې ساتي. د هغه په وینا، باید په تعلیمي مرکزونو کې پاملرنه یوازې درس او تدریس ته وي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې تر دې وړاندې هم د طالبانو ځینو چارواکو د عصري ټکنالوژۍ په اړه ورته نظرونه څرګند کړي وو. محصلین اندېښنه لري چې دا ډول محدودیتونه به د دوی پر څېړنو او علمي اړیکو منفي اغیز وکړي.
#ندا_محمد_ندیم #لوړې_زده_کړې #کندهار #موبایل #محصلین #پوهنتون #طالبان #ښوونه_او_روزنه #تکنالوژي