ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی چې طالبانو په یو نوي اقدام کې په افغانستان کې نارینه سلمانیانو ته خبرداری ورکړی چې که سخت قوانین مراعات نه کړي، نو د زندان له سزا سره به مخ شي.
د ږیرې کمول یا غربي سټایل ویښتان جوړول منع اعلان شوي دي.
د دې راپور له مخې، هغه سلمانیان چې له دې امر څخه سرغړونه وکړي، د طالبانو قضایی ارګانونو ته به معرفي شي او احتمال لري تر ۱۵ میاشتو پورې بند تیر کړي.
دغو محدودیتونو پر دې طبقه ډیر اقتصادي او رواني فشار راوړی دی.
تر دې وړاندې هم طالبانو ورته محدودیتونه لګولي وو، خو د زندان د سزا ټاکل د خلکو پر فردي او ټولنیزو آزادیو د سختگیریو د زیاتیدو نښه ده.
ډیری سلمانۍ د دغو فشارونو له امله د تړل کیدو او بیکارۍ له خطر سره مخ دي.