د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګست د وینزویلا د ولسمشر نیکلاس مادورو د نیولو د عملیاتو په اړه نوي جزیات ورکړي دي.

د هغه په وینا، په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۲۰۰ امریکايي سرتیرو برخه اخیستې وه او مادورو تر وروستیو شیبو پورې ترې خبر نه و .
په دغو پیچلو عملیاتو کې امریکايي الوتکو د وینزویلا هوايي دفاعي سیستمونه په نښه کړل ترڅو ځانګړو ځواکونو ته لاره هواره شي. که څه هم امریکايي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی، خو راپورونه وايي چې لسګونه کیوبايي ساتونکي او د وینزویلا وګړي وژل شوي دي .
امریکايي چارواکو دغه عملیات بریالي بللي، خو په نړیواله کچه یې بیلابیل غبرګونونه پارولي دي. د وینزویلا حکومت ویلي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي، چې په کاراکاس کې د جګړې شدت څرګندوي .

وینزویلا #نیکلاسمادورو #امریکا #پوځيعملیات #پیټهګست #نړیوالخبرونه #کیوبا #پوځي_نښته

Author