د افغانستان د آزادۍ جبهې ویلي چې د طالبانو ډلې په تخار او بدخشان کې د خلکو لاریونونه په ډزو ځپلي دي.

دغه لاریونونه د طالبانو اړوند شرکتونو لخوا د کانونو د ناقانونه استخراج پر ضد شوي وو چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده .
په ورته وخت کې له نهرین ولسوالۍ څخه راپورونه وايي چې طالبانو د مقاومت جبهې د یوه وژل شوي غړي جسد له قبر څخه را ایستلی او ډزې یې پرې کړي دي. دغه غیر انساني عمل د بشري حقونو د بنسټونو او خلکو له توند غبرګون سره مخ شوی دی .
دغه پیښې د مدني اعتراضونو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي او د مخالفینو د جسدونو د سپکاوي نښه ده. سیمه ییز خلک وايي چې طالبان د وسلې په زور طبیعي زیرمې لوټي او هیچا ته ځواب ویونکي نه دي .

بدخشان #تخار #افغانستانکانونه #آزاديجبهه #دطالبانوډله #بشريحقونه #بغلان #áleجنایتونه

Author