په سنګاپور کې د RSIS څیړنیز مرکز په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرو ډلو په امن پټنځای بدل شوی دی.

د دې تحلیل له مخې، داعش خراسان او د پاکستان تحریک طالبان په سیمه کې خپل نفوذ پراخوي .
په راپور کې راغلي چې طالبان د داعش پر فعالیتونو محدود کنټرول لري او په ورته وخت کې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستنې د پاکستان او سیمې امنیت ګواښي. دغه ډلې هڅه کوي چې په ګاونډیو هیوادونو کې هم طالباني نظام پلی کړي .
نړیوال شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د افراطیت وده د سیمې او نړۍ امنیت ته مستقیم ګواښ دی. د دغو ډلو په مهارولو کې د طالبانو ناتواني یا نه لیوالتیا د ګاونډیو هیوادونو امنیتي اندیښنې دوه چنده کړي دي .

ترهګري #داعشخراسان #ټيټيپي #سیمهییزامنیت #دطالبانوډله #افغانستان #امنیتيراپور #پاکستان

Author