په جینوا کې د افغانستان سفیر نصیر اندیشه وايي چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو ادعاوو برخلاف هېڅ مشروعیت نه دی ترلاسه کړی او لا ډېر ګوښه شوي دي .

هغه په یوه مقاله کې لیکلي چې د روسیې لخوا محدود رسمیت پیژندلو هم د طالبانو له انزوا سره مرسته نه ده کړې .


د ښاغلي اندیشه په وینا، له هند، چین او ایران سره د طالبانو اړیکې یوازې امنیتي بڼه لري او د رسمي پیژندلو په معنی نه دي.

هغه وايي چې د ترهګرو ډلو شتون او د اوبو پر سر شخړې د ګاونډیانو بې باوري زیاته کړې ده .
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ډیپلوماتیک پرمختګونه درلودل. اندیشه بیا ټینګار کوي چې تېر کال د طالبانو لپاره د ستراتیژیکو تېروتنو او د نفوذ د کمېدو کال و .

طالبان #ډیپلوماسي #نصیراندیشه #جینوا #مشروعیت #روسیه #انزوا #بهرنیسیاست #افغانستان

Author