د بلوچستان پخواني وزیر جان اڅکزي د طالبانو لخوا د درملو سوځول یو جنایت بللی دی. هغه وایي په داسې حال کې چې خلک له ناروغیو مري، د حیاتي درملو له منځه وړل د توجیه وړ نه دي.
طالبانو په سپین بولدک کې شاوخوا ۲۳۵۰ کارتن درمل د قاچاق د مخنیوي په نوم سوځولي دي. دا کار د کندهار ګمرک د مسوولینو تر نظارت لاندې ترسره شوی دی.
اڅکزي زیاته کړه چې میلیونونه افغانان د یو وخت ډوډۍ وس نلري، نو د درملو رانیول خو لا لرې خبره ده. په دې سختو شرایطو کې د درملو سوځول له ناروغانو سره ستر ظلم دی.

جاناڅکزی #طالبان #کندهار #سپینبولدک #درمل #بشريناورین #روغتیا #افغانستان #بشريحقونه #پاکستان

Author