په کندز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې د هدفي او مرموزو وژنو د دوام خبر ورکوي. تازه ناپېژاندو وسله والو د دشت ارچي په ولسوالۍ کې یو تن په ډزو وژلی دی.
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د مرغومي پر ۱۸مه د قرلق په کلي کې شوې او وژل شوی کس «نماز بای» نومېده. تر اوسه د دې قتل لامل او د عاملینو هویت نه دی معلوم.
په کندز کې د مرموزو وژنو زیاتوالي د خلکو اندېښنې پارولي دي. د داسې پېښو د عاملینو نه نیول کیدل په سیمه کې د ناامنی او ویرې فضا رامنځته کړې ده.