د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي لاریونوال “یاغیان” بللي او د امنیتي ځواکونو د سخت برخورد ګواښ یې کړی دی.

هغه د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې دا لاریونونه د ډونالډ ټرمپ د خوشحالولو لپاره کیږي.


بل خوا، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی که لاریونوال ووژل شي، پر ایران به برید وکړي.

په ایران کې د مذهبي حکومت پر ضد لاریونونه دیارلسمې ورځې ته داخل شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونه وايي چې په دې لاریونونو کې لږ تر لږه ۴۵ تنه وژل شوي دي. په ورته وخت کې، نټ بلاکس په ایران کې د انټرنېټ د پرې کېدو خبر ورکړی چې د سخت سرکوب نښه ده.

ایران #لاریونونه #خامنه اي #ډونالډټرمپ #بشريحقونه #منځنیختیځ #سیاست #امریکا #انټرنیټ #نړیوالخبرونه

Author