د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار سعید خوستي د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې د امریکا سیاستونه «بدماشي» بللې ده.

هغه وویل چې ټرمپ په ډېره سپین سترګۍ د وینزویلا د څلور میلیارده ډالرو نفتو په نیولو افتخار کوي.


خوستي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د نفتو لپاره د یو هېواد د مشر تښتول د نړیوالو قوانینو او اخلاقو ښکاره سرغړونه ده.

هغه ټینګار وکړ چې د داسې زورواکۍ پر وړاندې پوځي چمتووالی او په وسلو سمبالېدل واجب دي.


دا څرګندونې د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د طالبانو توند دریځ څرګندوي.

خوستي د واشنګټن کړنې د لویو قدرتونو قانون ماتونه بللې او پر وړاندې یې د مقاومت غوښتنه کړې ده.

طالبان #سعید_خوستي #امریکا #ټرمپ #وینزویلا #نفت #سیاست #نیوکه #امپریالیزم #افغانستان

Author