د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي واحدالله نژند اعلان وکړ چې د اوکتاګون په معتبر سازمان کې یې د «کال د غوره مبارز» لقب ګټلی دی.

هغه وايي دا بریا یې په ۲۰۲۵ کال کې د ښو لوبو او د افغانانو د پراخ ملاتړ پایله ده.


نژند له خپلو مینوالو مننه وکړه او ویې ویل چې د خلکو رایې او تخنیکي معیارونه دواړه د دې ټاکنې لامل شوي دي.

هغه دا جایزه د ځان او هېواد لپاره یو لوی ویاړ وباله چې ورته یې نوې انګېزه ورکړې ده.


ټاکل شوې چې د اوکتاګون سازمان ډېر ژر په یو لړ مراسمو کې نژند ته د کال د غوره لوبغاړي رسمي جایزه او تندیس ورکړي.

دا لاسته راوړنه د دغه افغان لوبغاړي په ورزشي کارنامه کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.

#واحداللهنژند #ازادېمبارزې #اوکتاګون #ورزش #افغانستان #اتل #MMA #ملي_ویاړ #اروپا #جایزه

Author