د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي په یو ویډیويي پیغام کې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د کابل د ځینو سیمو نومونه له دري څخه پښتو ته ژباړل شوي دي.
هغه وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه جعلي دي.
بارکزي همدارنګه د یوې سل کلنې تاریخي ودانۍ په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه وبلل. هغه ټینګار وکړ چې د سیمو ځانګړي نومونه هېڅکله نه دي ژباړل شوي او لوحې په درېیو ژبو لیکل شوې دي.
ښاروالۍ له خلکو غوښتي چې د ناسمو معلوماتو پر ځای پر رسمي سرچینو باور وکړي. دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې په ټولنیزو رسنیو کې د نومونو د بدلون په اړه ناسم تبلیغات وشول.