ټایمز مجلې د روغتیایی سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال لږ تر لږه ۲۱۷ تنه وژل شوي دي.
ډېری قربانیان په ډزو ویشتل شوي او جسدونه یې له روغتونونو ایستل شوي دي.
په داسې حال کې چې په ایران کې انټرنېټ بند دی، ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که تاوتریخوالی دوام وکړي، ایران ته به سخت ګوزار ورکړي.
لاریونونه چې په پیل کې اقتصادي وو، اوس د ټول رژیم پر ضد بدل شوي دي.
په ورته وخت کې د جرمني، بریتانیا او فرانسې مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د لاریون کوونکو ځپل غندلي دي. د ایران مشر علي خامنه اي ویلي چې د «ورانکارو» پر وړاندې به تسلیم نشي، خو پر تهران نړیوال فشارونه مخ په زیاتېدو دي.
#ایران #لاریونونه #مرګژوبله #ټایمز #بشريحقونه #ټرمپ #اروپا #تاوتریخوالی #انټرنېټ #تهران