د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان خبر ورکړی چې طالبانو په کندوز کې سیمه ییزه خبریاله ناظره رشیدي نیولې ده. د راپورونو له مخې، نوموړې د سه شنبې په ورځ د مرغومي پر ۱۶مه نېټه له خپل کور څخه د وتلو پر مهال د استخباراتو لخوا نامالوم ځای ته وړل شوې ده .

د هغې کورنۍ وايي چې ناظره رشیدي د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته وه او د خپلو کوچنیو وروڼو او خويندو ساتنه یې کوله. د رسنیو ملاتړ کونکو ادارو ویلي چې دا خبریاله پرته له کوم دلیل نیول شوې او باید ژر تر ژره خوشې شي .

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د شمېرو له مخې، یوازې اوه سلنه ښځینه خبریالانې وايي چې په ازاده توګه کار کولی شي، او ډېری یې له ګواښونو سره مخ دي .

#کندوز #ښځینه_خبریالان #طالبان #بشري_حقونه #افغانستان #ناظره_رشیدي #د_بیان_ازادي #نیول_کېدل

Author