د سرپل ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې امنیتي ځواکونو دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.
دغه ماشومان چې نن غرمه د دغه ولایت په مرکز کې تښتول شوي وو، د ۱۲ ساعته عملیاتو وروسته خوشې او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
مسوولینو تایید کړې چې د دې پیښې په تړاو یې دوه تنه انسان تښتوونکي هم نیولي دي. دغه عملیات د “قاضی کینتي” په سیمه کې ترسره شوي او خوشبختانه ماشومانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
په بېلابېلو ولایتونو کې انسان تښتونه د خلکو یوه لویه اندېښنه ده، خو د دغو ماشومانو د ژغورلو لپاره چټک اقدام د سیمې د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوی دی. له نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دي.