د دفاع وزارت پخواني ویاند دولت وزیري د یو نوي شعر په خپرولو سره خپله چوپتیا ماته کړه او د خلکو په وینو یې پر “سیاسي سوداګرۍ” سختې نیوکې وکړې.
هغه په دې شعر کې ویلي چې له جګړې لرې ګرځي، نه د ډار له مخې، بلکې نه غواړي د هغو معاملو برخه شي چې جګړه یې د عاید په سرچینه بدله کړې ده.
وزیري په دې احساساتي شعر کې لیکي چې غیرت د بل افغان وژل نه، بلکې د افغانستان نه پلورل دي. هغه هغه کسان ننګولي چې خلک تاوتریخوالي ته هڅوي خو پخپله د بانکي حسابونو د ډکولو او د ځمکو د غصب په لټه کې دي.
دغه پخواني پوځي چارواکي ټینګار کړی چې سوله غوره کوي ځکه له درواغو کرکه لري. په ټولنیزو رسنیو کې د دې شعر خپرېدل د کاروونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي او دا یې له جګړې او فساد څخه د خلکو د ستړیا غږ بللی دی.