د اسراییلو پولیسو د بنیامین نتانیاهو د دفتر یو جګپوړی چارواکی د تحقیقاتو د مخنیوي په تور نیولی دی. اسراییلي رسنیو دغه کس «سخي بریورمن» د نتانیاهو د دفتر رئیس یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه اوسمهال په خپل کور کې تر نظارت لاندې دی.
دغه نیول کیدل د غزه د جګړې او د بندیانو د تبادلې په اړه بهرنیو رسنیو ته د حساسه اسنادو د افشا کیدو سره تړاو لري. راپورونه وايي چې د بریورمن مبایل ټیلیفون ضبط شوی او هغه د یوې میاشتې لپاره ممنوع الخروج شوی دی.
بریورمن چې نتانیاهو ته یو نږدې کس ګڼل کیږي، ټاکل شوې وه چې په انګلستان کې د اسراییلو د سفیر په توګه وټاکل شي. دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په اسراییلو کې سیاسي ناندرۍ او د غزه جګړه دوام لري.