د ترکیې پولیسو په وان او ساکاریا ښارونو کې د ۱۳ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې، اوه تنه افغانان چې په یو لارۍ موټر کې پټ شوي وو، په وان ښار کې ونیول شول او شپږ نور په ساکاریا کې د قانوني اسنادو د نشتون له امله نیول شوي دي.
د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي چې نیول شوي کسان د ایستلو مرکزونو ته لیږدول شوي دي. دغه اداره وايي چې په تیر یو کال کې یې تر ۴۲ زره ډیر افغان کډوال نیولي دي، چې د ټولو نیول شویو کډوالو په سر کې ځای لري.
ترکیه چې اروپا ته د تلو یوه مهمه لاره ده، د اروپايي ټولنې د فشار له امله یې پر کډوالو محدودیتونه ډیر کړي دي. ترکي پولیس نږدې هره ورځ افغان کډوال نیسي او بیرته یې افغانستان ته ستنوي.

کډوال #افغانکډوال #ترکیه #وان #ساکاریا #بشريحقونه #اخراج #افغانستان #کابل #مهاجرت #قاچاق

Author