د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر، محمد محقق د ایران وروستیو پیښو ته په غبرګون کې ویلي چې دا لاریونونه یوه «ګډوډي» ده. هغه ادعا کړې چې دا تحرکات د امریکا، اسرائیل او ځینو اروپایی هیوادونو لخوا پر مخ وړل کیږي.
ښاغلي محقق ویلي چې د انټرنیټ د بندیدو له امله کره معلومات نشته او یوازې په ټولنیزو رسنیو باید تکیه ونشي. هغه ټینګار کړی چې د دې پیښو پلټنه باید په بې پرې او هر اړخیزه توګه ترسره شي.
د محقق دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ایران وضعیت پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي دي. هغه باور لري چې په دې پیښو کې کورني او بهرني عوامل لاس لري او پړه باید یوازې پر یوه لوري ونه اچول شي.

افغانستان #محمد_محقق #ایران #سیاست #لاریونونه #ګډوډي #غبرګون #سیمه #بحران

Author