رپوټونه وایي چې د برښنا شرکت رئیس، عبدالباری عمر د بهرنیو چارو په وزارت کې په نوې دنده ګمارل شوی دی.

ویل کیږي چې هغه اوس د دې وزارت د تشریفاتو د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.


سرچینې ادعا کوي چې دا بدلون د څلور سوه زره امریکایی ډالرو رشوت له ورکړې وروسته ترسره شوی دی.

دې مسلې په دولتي ګمارنو کې د روڼتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.


تر اوسه د طالبانو رسمي چارواکو د فساد د دې تور او دندې د بدلون په اړه څه نه دي ویلي.

په کلیدي پوستونو کې د فساد تورنو کسانو ګمارنه تل د خلکو له نیوکو سره مخ شوې ده.

افغانستان #فساد #برښنا #بهرنیوچارووزارت #عبدالباریعمر #طالبان #رشوت #ګمارنې #کورنيخبرونه

Author