د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د طالبانو ډله چمتو ده له پاکستان سره پر یوه نوي امنیتي تړون خبرې وکړي.

نوموړي د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د دوحې تړون ته ورته یو ګام د دواړو ګاونډیانو په ګټه دی او ستونزې حل کولی شي.


د خلیلزاد په وینا، په دې هوکړه کې باید دواړه لوري کلکه ژمنه وکړي چې خاوره به یې د داعش او ټي ټي پي په څېر ډلو لخوا د بل پر ضد نه کارول کېږي.

د دې ترڅنګ، د یو درېیم لوري لخوا د دې بهیر څارنه هم د باور جوړونې لپاره اړینه بلل شوې ده.


خلیلزاد له طالب مشرانو سره خپلو وروستیو خبرو ته په اشاره ټینګار وکړ چې کابل خبرو ته تیار دی او اوس پرېکړه د پاکستان په لاس کې ده.

دا تړون کولای شي د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکو کې یو لوی مثبت بدلون راولي او امنیت ټینګ کړي.

زلمیخلیلزاد #افغانستان #پاکستان #طالبان #ددوحېتړون #امنیت #کابل #اسلاماباد #داعش #ټيټيپي #سیاست #خبرونه

Author