د مالیې وزارت سرچینې تاییدوي چې طالبانو د هغو ښځینه کارکوونکو معاشونه بند کړي چې په کورونو کې ناستې دي. مخکې دغو زرګونو ښځو ته چې دفترونو ته د تګ اجازه یې نه درلوده، د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کېدې، خو اوس ورته ویل شوي چې نور به دا پیسې نه ورکول کیږي.
دا پرېکړه د زرګونو افغان مېرمنو لپاره یو لوی اقتصادي ګوزار دی، چې ډېری یې د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستانې دي. دغه مېرمنې چې پخوا یې په وزارتونو کې مسلکي او مهمې دندې درلودې، وايي چې د دې کم معاش په پرې کېدو سره به د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان هم له لاسه ورکړي.
مسوولینو امر کړی چې یوازې د جدي میاشتې معاش ورکړل شي او له هغې وروسته به د معاشونو لړۍ ودریږي. که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دا کار به د هغو ښځو اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړي چې له کار څخه محرومې شوې دي.
#افغانستان #ښځې #د_ښځو_حقونه #طالبان #مالیې_وزارت #اقتصادي_بحران #دولتي_کارکوونکې #کابل #معاش #فقر #افغان_میرمنې