د هند د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د طالبانو لخوا معرفي شوی ډیپلوماټ نور احمد نور په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر په توګه خپل کار پیل کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل چې دا بدلون په کابل کې د هند د تخنیکي ماموریت له لوړیدو او د امیرخان متقي له سفر وروسته رامنځته شوی دی .


د هندي چارواکو په وینا، د نوي ډیلي او کابل ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ټرانسپورټي دهلیز د جوړولو په اړه خبرې روانې دي.

هند ته د نورالدین عزیزي په ګډون د طالبانو د دریو وزیرانو وروستی سفر د درملو، میوو او اساسي توکو د سوداګرۍ پر زیاتوالي متمرکز و .


دا ډیپلوماټیک بدلون له طالبانو سره د تعامل په برخه کې د هند په تګلاره کې بدلون ښيي. د جنورۍ له ۹مې نیټې څخه د نوي شارژدافیر د رسمي کار په پیلیدو سره داسې بریښي چې دواړه لوري د خپلو اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په لټه کې دي .

#هند #طالبان #ډیپلوماټ #نویډیلي #سوداګري #نوراحمدنور #افغانستان #سیاسياړیکې

Author