د پولنډ پوله ساتو ځواکونو اعلان کړی چې اته افغان کډوال یې د غیر قانونی ننوتلو د هڅې په تور نیولی دی. دا کسان له لیتوانیا سره په سرحدی سیمو کې د څو جلا امنیتی عملیاتو په ترڅ کې پیژندل شوی او نیول شوی دی.
پولنډی چارواکی وایی چې دوی د تیرې اونۍ په پای کې په ټولیز ډول شاوخوا څلویښت غیر قانونی کډوال نیولی دی. د کډوالو ترټولو لویه ډله د یوه اوکراینی وګړی لخوا په یوه بار وړونکی موټر کې لیږدول کیده چې د امنیتی ځواکونو لخوا ودرول شول.
ټولو نیول شویو کډوالو د سفر قانونی اسناد نه لرل او له لومړنیو څیړنو وروسته بیرته د لیتوانیا چارواکو ته وسپارل شول. هغه قاچاقبران او چلوونکی چې د دې کسانو په لیږد کې یې لاس درلود هم نیول شوی او له سختو سزاګانو سره مخ دی.
🌐 #افغانستان #کډوالی #پولنډ