په هرات ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې ۲۶ کلن نعمت الله عزیزي د ۶۴ متره سړک په سیمه کې د طالب ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.

دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې طالبانو یو شمیر موټر چلوونکو ته چې نمایشي حرکتونه یې کول ډزې وکړې، خو مرمۍ د دغه ځوان په موټر ولګیده .


په دې خواشینونکې پیښه کې د عزیزي ملګری هم ټپي شوی دی چې د روغتیايي حالت په اړه یې دقیق معلومات نشته.

عیني شاهدان وایي چې قربانیان کور ته د ستنیدو په حال کې وو چې په ناڅاپي توګه د ډزو ښکار شول .


تر اوسه د هرات سیمه ییزو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. په ښاري سیمو کې د امنیتي ځواکونو لخوا بې پروا ډزې په ځلونو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لامل شوي او د هرات د اوسیدونکو ترمنځ یې ژورې اندیښنې راپارولي دي .

#هرات #طالبان #ډزې #ملکيخلک #امنیت #پیښې #افغانستان #دخلکو_حقونه

Author