د ۲۰۲۶ کال د هنلي شاخص د وروستۍ درجه بندۍ له مخې، د افغانستان پاسپورت یو ځل بیا د نړۍ د تر ټولو کمزوري پاسپورت په توګه وپیژندل شو.

افغان اتباع یوازې ۲۴ هیوادونو ته له ویزې پرته یا د ورتګ پر مهال ویزې سره سفر کولی شي، چې د دغه هیواد شدید نړیوال انزوا ښيي .


راپورونه ښيي چې د افغانانو لپاره د سفر د ازادۍ وضعیت د تیر کال په پرتله خراب شوی دی؛ په ۲۰۲۵ کال کې ۲۵ یا ۲۶ هیوادونو ته لاسرسی ممکن و، خو اوس دا شمیره کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه د پیاوړو او کمزورو پاسپورتونو ترمنځ واټن لا زیات شوی دی .


کارپوهان د دې سقوط لاملونه سیاسي بې ثباتي، د اوسني حکومت په رسمیت نه پیژندل او ډیپلوماټیکې ستونزې بولي. دې ټیټې درجې د افغانانو لپاره د زده کړې، کار او په بهر کې له خپلو کورنیو سره د لیدو په برخو کې لویې ننګونې رامنځته کړې دي .

#افغانپاسپورت #هنلي #کډوالي #سفر #ویزه #افغانستان #نړیوالاعتبار #ستونزې

Author