په هرات ولایت کې د نکتایي او دریشي اغوستلو له امله له زده کوونکو سره د طالبانو چلند توند غبرګونونه پارولي دي. دیني پوهان وايي چې د نکتایي اغوستل شرعي ممانعت نلري، خو بیا هم په دغه ولایت کې پر زده کوونکو محدودیتونه لګول شوي دي.
لیکوال او څېړونکی عبدالحمید جلیلي وايي، نکتایي یوازې د جامو یوه برخه ده او د ګناه نښه نه ده. د هغه په وینا، د بې اساسه دلایلو له مخې پر خلکو محدودیت لګول ظلم دی او شریعت داسې کوم عمل نه دی حرام کړی چې ګناه یې ثابته نه وي.
په ټولنیزو رسنیو کې خلک نیوکه کوي چې د زده کوونکو ځورول د زده کړو پر بهیر منفي اغېز کوي. دوی له مسوولینو غواړي چې په شخصي سلیقو د ځوانانو مخه ونه نیسي او د دیني اصولو په رڼا کې چلند وکړي.