د بالیوود مشهور ستوري عمران هاشمي د خپل فلم «حق» د آنلاین بریا په اړه خوښي څرګنده کړه. که څه هم دې فلم په سینماګانو کې ډیرې پیسې ونه ګټلې، خو په نیټ فلیکس کې له خپریدو وروسته یې ډیر مینوال پیدا کړي دي. هاشمي وایي چې دا یو زړور فلم دی او د وخت په تیریدو به یې ارزښت نور هم معلوم شي.
په دې فلم کې یامي ګوتام هم کار کړی او کیسه یې په ټولنیزو مسایلو راڅرخي. عمران هاشمي وایي چې د سینما د ټکټونو پلور د فلم د کیفیت اصلي معیار نه دی. د هغه په وینا، مهم دا دی چې فلم د لیدونکو په زړونو کې ځای ونیسي او خلک یې کلونه وروسته هم په ښه نامه یاد کړي.
عمران هاشمي اوسمهال د خپل نوي فلم «تسکري» په اعلاناتو بوخت دی. هغه وایي چې ښه فلم د ښه خوراک په څیر دی چې خوند یې تل په یاد پاتې کیږي. د «حق» فلم بریا دا ښیي چې خلک اوس د اکشن پر ځای با مانا او ژورو کیسو ته ډیر ارزښت ورکوي.

عمرانهاشمي #بالیوود #هنديفلم #سینما #نیټ_فلیکس #هنرمندان #سیرت #فلم #پښتو #ساتیري

Author