د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس احمد ضیا سراج خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې له «امنو کورونو» په ګټې اخیستنې، د خپلو فعالیتونو دویم پړاو پیل کړی دی. هغه وویل چې دا ډلې خپل سیمه ییز اهداف ګام په ګام تعقیبوي.
سراج په کابل کې پر چینایي وګړو د وروستي برید په غبرګون کې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، ترهګر د خپلو فعالیتونو د مرکز په توګه د افغانستان د بدلولو لپاره یوې ګډې هوکړې ته رسیدلي دي. هغه د اویغور او پاکستاني طالبانو په څیر ډلو فعالیتونو ته نغوت وکړ.
دغه پخواني امنیتي چارواکي ټینګار وکړ چې د دې ګواښونو پر وړاندې بې غوري د هیڅ هیواد په ګټه نه ده. هغه باور لري چې ګډه او له توپیر پرته مبارزه، د ترهګرۍ له خطر څخه د سیمې د ژغورلو یوازینۍ لار ده.

افغانستان #امنیت #ترهګري #ضیاسراج #داعش #سیمه #امنیتيخبرداری #پاکستان #چین #تحلیلي_خبرونه

Author