د برښنا شرکت اعلان کړی چې د پلخمري او کابل ترمنځ سیمه کې د سختې واورې او توپان له امله له ازبیکستان څخه د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي پرې شوي دي. دې پېښې کابل او ګاونډي ولایتونه د ژمي په یخنۍ کې له بې برښنایۍ سره مخ کړي دي .

د دې شرکت د خبرپاڼې له مخې، په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې برېښنا پرې شوې ده. تخنیکي ټیمونه د هوا ښه کېدو ته په تمه دي ترڅو د ویجاړو شویو مزو د رغولو چارې پیل کړي .

په ورته وخت کې، برښنا شرکت تایید کړه چې له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا ستونزه حل شوې او په بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې برېښنا بېرته عادي حالت ته راغلې ده. وروستیو واورو د ځینو ولایتونو لارې هم بندې کړې دي .

#برښنا #کابل #برښنا_شرکت #ازبیکستان #د_برښنا_پرچاو #واوره #انرژي #افغانستان #ژمی #عام_خدمتونه

Author