نور دیانا چې په فینکس مشهوره ده، د نړۍ لومړنۍ مسلکي غېږ نیوونکې (پهلوانه) ده چې په حجاب کې سیالۍ کوي.
هغه وايي چې هېڅ شی نشي کولی د هغې د خوبونو مخه ونیسي او په دې توګه یې د ډېرو ښځو لپاره هیله پیدا کړې ده.
دا بریا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې د نجونو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او کار دروازې تړلې دي.
په داسې حال کې چې دیانا په حجاب کې نړیوالې سیالۍ کوي، افغان مېرمنې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شوې دي.
د نور دیانا کیسه د افغان ښځو له اوسني وضعیت سره یو لوی توپیر ښيي. په نړۍ کې حجاب د پرمختګ خنډ نه دی، خو په افغانستان کې سخت دریځه سیاستونه د دې لامل شوي چې ښځې له ټولنې حذف او په کورونو کې نظربندې شي.