فوربز مجلې راپور ورکړی چې وروسته له هغې چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د یو ایټالوي شرکت جوړې شوې عینکې په سترګو کړې، د یاد شرکت ونډې د پام وړ لوړې شوې.
مکرون د داووس په غونډه کې د خپلې سترګې د ستونزې پټولو لپاره له دغو عینکو ګټه اخیستې وه.
دا عینکې چې د “هنري ژولین” مشهور برانډ دي او اوس د ایټالوي شرکت ملکیت دی، په بازار کې شاوخوا ۷۷۵ ډالره بیه لري.
د راپورونو له مخې، د مکرون لخوا د دې عینکو کارولو سره د شرکت ارزښت شاوخوا ۴.۱ میلیونه ډالره زیات شوی دی.
په یوه مهمه اقتصادي غونډه کې د داسې عینکو کارول د رسنیو او پانګوالو پام ځانته اړولی دی. دا پیښه ښیي چې د نړۍ د مشرانو شخصي انتخابونه څنګه کولی شي په نړیوالو بازارونو او سوداګریزو برانډونو ژور اغیز ولري.