په ټولنیزو رسنیو کې د هرات د ترافیکو مدیر مولوي شېر محمد حجازي یو انځور ډېر لاس په لاس کیږي او خلکو یې تود هرکلی کړی دی.
په دې انځور کې لیدل کیږي چې نوموړی د شپې ناوخته د هرات په لویو لارو کې د ترافیکو په تنظیم او خلکو ته په خدمت بوخت دی.
ځايي رسنیو او خلکو د هغه دا کار د ایماندارۍ او دندې ته د ژمنتیا یوه غوره بېلګه بللې ده.
په داسې حال کې چې خلک ډېری وخت له چارواکو ګیلې لري، د شپې لخوا د یو مسؤل کار کول خلکو ته هیله بښلې ده.
دا انځور په چټکۍ سره خپریږي او د نورو چارواکو لپاره د یوې نمونې په توګه یادېږي.
د هرات اوسېدونکي وايي چې په ساحه کې د مسؤلینو مستقیم حضور د خلکو د ډاډ او د ښاري نظم د ښه والي لامل ګرځي.