د “بارډر ۲” نوی فلم د خپلې اصلي نسخې روحیه ساتلې او دا ځل جګړه نه یوازې په وچې او هوا، بلکې په اوبو کې هم نندارې ته وړاندې کوي. سني دیول یو ځل بیا د فلم د اصلي ستوري په توګه راڅرګند شوی او د وارون داوان، دیلجیت دوسانج او آهان شټي ترڅنګ یې رول لوبولی دی . دا فلم د جګړې ترڅنګ د سرتېرو ترمنځ په انساني اړیکو او ملګرتیا تمرکز کوي.
د فلم یوه غوره برخه د سرتېرو د کورني ژوند او د هغوی د مېرمنو د انتظار ننداره ده چې په کلیو کې د خپلو خاوندانو د راتګ په تمه دي. مونا سینګ او سونام باجوا په خپلو لنډو رولونو کې خورا اغېزناکې ثابتې شوې دي . که څه هم فلم لږ اوږد ښکاري، خو اکشن او احساساتي صحنې لیدونکي تر پایه له ځان سره ساتي.
ډایرکټر انوراګ سینګ توانېدلی چې د پخوانیو سندرو او صحنو په بیا جوړولو سره یو بریالی اثر وړاندې کړي. سني دیول په خپل پخواني زور او قوت سره راستون شوی او دیلجیت دوسانج د یو زړور پیلوت په توګه ښه ځلېدلی دی. دا فلم د دښمنۍ ترڅنګ انساني پیغامونه هم لري .

بارډر۲ #سنيدیول #وارونداوان #هنديسینما #بالیوود #جنګيفلم #دیلجیتدوسانج #آهانشټي

Author