په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې د افغانستان د پوهنې له برخې سره به خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. دې ټولنې ژمنه کړې چې باکیفیته او خوندي زده کړو ته به د افغان ماشومانو لاسرسی تضمین کړي .
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، اروپايي ټولنې ۲۵ میلیونه یورو د یونیسف له لارې د ښوونځیو د خوندي کولو او له ښوونکو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې دي. همدارنګه ۲۰ میلیونه یورو نورې د زده کوونکو د تغذیې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړل شوې دي .
سربېره پر دې، میلیونونه یورو د لویانو د سواد زده کړې او له زده کړو پاتې ماشومانو لپاره ځانګړې شوې دي. دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو بندیز لا هم پرځای دی او نړیوالو مرستو ته اړتیا تر بل هر وخت زیاته ده .

اروپاييټولنه #پوهنه #افغانستان #بشريمرستې #یونیسف #ښوونځی #سوادزدهکړه #ماشومان #تغذیه #نړیوال_ملاتړ

Author